د لاس رسي وړ اتصالات

د ملګرو ملتونو خبرداری : په رفح د اسرائیل ځمکنی یرغل به 'نه زغمل کیدونکی' وي


د ملګرو ملتونو عمومي منشي په رفح باندې د اسرائیل احتمالي یرغل ته په غبرګون کې وویل: "د ویجاړوونکو بشري پایلو او سیمې بې ثباته کولو په خاطر به په رفح ځکمنی یرغل، نه زغمل کیدونکی وي."
د ملګرو ملتونو عمومي منشي په رفح باندې د اسرائیل احتمالي یرغل ته په غبرګون کې وویل: "د ویجاړوونکو بشري پایلو او سیمې بې ثباته کولو په خاطر به په رفح ځکمنی یرغل، نه زغمل کیدونکی وي."

د ملګرو ملتونو عمومي منشي خبرداری ورکړی چې د غزې په جنوب کې د رفح په ښارګوټي د اسرائیل د دفاعي ځواکونو ځمکنی یرغل به "نه زغمل کیدونکی" وي او په حماس او اسرائیل یې غږ کړی چې د اوربند پر سر موافقې ته ورسیږي.

انټونیو ګوتریش دوشنبه، مې شپږمه ( غویي ۱۷) د ایټالیا د جمهور رئیس سرګیو ماتاریلا سره د کتنې پر مهال خبریالانو ته وویل چې د حماس او اسرائیل تر منځ اوربند یو فرصت دی چې باید له لاسه ورنکړل شي.

ښاغلي ګوتریش په رفح باندې د اسرائیل احتمالي یرغل ته په غبرګون کې وویل: "د ویجاړوونکو بشري پایلو او سیمې بې ثباته کولو په خاطر به په رفح ځکمنی یرغل، نه زغمل کیدونکی وي."

د اسرائیل تر ټولو نږدې متحد، امریکا په ګډون ګڼ شمیر هیوادونو او نړیوالو ادارو په رفح کې د اسرائیل د ځمکني یرغل سره مخالفت او اندیښنه څرګنده کړې، خو د اسرائیل حکومت وایي چې پدې ښارګوټي کې د حماس وروستي کنډکونو له منځه وړلو لپاره ځمکني عملیات مهم دي.

د اسرائیل پوځ همدارنګه ګمان کوي چې د حماس ډلې پاتې برمته شوي کسان په همدې ښارګوټي کې چې څه باندې ۱ ملیون فلسطینیانو پکې پنا اخیستې ده، ساتي.

دا لومړی ځل ندی چې ملګري ملتونه پدې ښارګوټي باندې د اسرائیل دفاعي ځواکونو یرغل په هکله اندیښنه څرګندوي.

تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو ایچ او) هم خبردرای ورکړی و چې د غزې په جنوب کې د رفح په ښارګوټي د اسرائیل پوځي عملیات به ښایي د "وینې حمام" سبب شي.

د روغتیا نړیوال سازمان مشر ټیډروس اډهانوم ګیبریسیوس د همدې تیرې جمعې په ورځ، مې درییمه خبرداری ورکړ چې په رفح کې چې د غزې نږدې ۱.۲ ملیون وګړو پکې پنا اخیستې، د اسرائیل پوځي عملیات امکان لري چې د ناوړه پایلو سبب شي.

ښاغلي ګیبریسیوس د اکس په شبکې کې لیکلی: "د روغتیا نړیوال سازمان ژوره اندیښنه لري چې د غزې په رفح کې بشپړ پوځي عملیات به ښایي د وینې د حمام سبب شي او د (غزې) روغتیایي نظام به چې وار د مخه له کار لویدی، لا کمزوری کاندي."

سره لدې چې د روغتیا نړیوال سازمان په رفح کې احتمالي ترتیبات نیولي دي خو تر څنګ یې دا خبرداری هم ورکړی چې په سیمې کې "له کار لویدلی" روغتیایي سیستم به ونشي کړي د ډیرو کسانو د مرګ ژوبلې چاره وکړي.

د ملګرو ملتونو دې اندیښنو سره سره، په رفح کې یو سیمه ایز روغتون ویلي چې د سه شنبې په ورځ د اسرائیل په یو هوایي برید کې چې پدې ښارګوټي یې کړی، لږ تر لږه پنځه تنه وژل شویدي.

د کویټي په نامه دې روغتون ویلي چې د پنځو وژل شویو کسانو تر څنګ ګڼ شمیر ټپي شوي کسان همدې روغتون ته ور وړل شوي چې تیره شپه د اسرائیل په هوایي برید کې ټپیان شوي و.

د فلسطیني امنيتي سرچینې او عیني شاهدان وایي چې په همدې سیمې چې دې کسانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې، شدیده هوایي بمباري روانه ده.

د اسرائیل پوځ د دې ښار د ختیځې برخې اوسېدونکو ته امر وکړ چې باید هغه ځای ته کډه وکړي چې پوځ یې پراخه بشري سیمه بولي او خان یونس هم پکې شامل شوی دی.

د اسرائيل د پوځ یو وياند په ټولنيزو شبکو کي په عربي ژبه ليکلي، چي د اسرائيل پوځ به په رفح کي د تروريستي سازمانونو پر ضد پرېکنده اقدام وکړي او هر هغه څوک چي په سيمه کي پاتې وي، خپل ژوند به په خطر کي واچوي.

د پوځ ویاند وویل، اسرائیل په رفح کې د "محدودو عملیاتو" لپاره چمتووالی نیسي، او د اټکل له مخې له ۱۰۰ زرو خلکو څخه غوښتل شوي چې له سیمې څخه ووځي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG