د لاس رسي وړ اتصالات

د اسرائیل پوځ له عملیاتو وړاندې د رفح د ختیځ اوسېدونکو ته د وتلو امر کړی


له یو میلیون څخه زیاتو فلسطینیانو د غزې په نورو برخو کې د جګړې له امله په رفح کې پناه اخیستې ده.
له یو میلیون څخه زیاتو فلسطینیانو د غزې په نورو برخو کې د جګړې له امله په رفح کې پناه اخیستې ده.

د اسرائیل پوځ د دوشنبې په ورځ مۍ شپږمه (غوايي ۱‍۷) د غزې په رفح ښار باندې له پلان شوي برید وړاندې، ددغه ښار د ختیځې برخې اوسېدونکو ته امر وکړ چې باید هغه ځای ته کډه وکړي چې پوځ یې پراخه بشري سیمه بولي او خان یونس هم پکې شامل شوی دی.

د اسرائيل د پوځ یو وياند په ټولنيزو شبکو کي په عربي ژبه ليکلي، چي د اسرائيل پوځ به په رفح کي د تروريستي سازمانونو پر ضد پرېکنده اقدام وکړي او هر هغه څوک چي په سيمه کي پاتې وي، خپل ژوند به په خطر کي واچوي.

د پوځ ویاند وویل، اسرائیل په رفح کې د "محدودو عملیاتو" لپاره چمتووالی نیسي، او د اټکل له مخې له ۱۰۰ زرو خلکو څخه غوښتل شوي چې له سیمې څخه ووځي.

اسرائیل تر دې مخکې هم د غزې په تړانګه کې د حماس وسله والې ډلې د له منځه وړلو د عملیاتو په ترڅ کې دا ډول خبرداری ورکړی و. د رفح ډیری اوسېدونکو وروسته له هغه دې ښار ته پناه راوړه چې اسرائیل دوی ته خبرداری ورکړ چې د غزې له نورو برخو ووځي.

د اسرائیل له خوا په خپره شوې یوه نقشه کې د غزې په ساحل کې د خان یونس لویدیځ بشردوستانه سیمه ښودل شوې ده. د دوشنبې د اعلان له مخې، دا سیمه د ساحل په اوږدو کې شمال او ختیځ ته پراخه شوې ترڅو خان یونس هم پکې شامل شي.

اسرائیل ویلي چې د حماس د ماتولو لپاره په رفح برید اړین دی، په داسې حال کې چې متحده ایالتونو، ملګرو ملتونو او نورو خبرداری ورکړی چې په دغه سیمه کې چې د غزې تر نیمایي زیات نفوس پکې پناه اخیستې، د اسرائیل پراخ عملیات به احتمالي بشري ناورین رامنځته کړي.

رویټرز د حماس د یو جګپوړي چارواکي له قوله ویلي چې له رفح څخه د وتلو امر "د جګړې زیاتوالی دی او خطرناکې پایلې به ولري."

د متحده ایالاتو د دفاع وزیر لویډ اسټن د یکشنبې په ورځ د اسرائیل د دفاع وزیر یولاف ګالانت سره په تیلیفوني تماس کې دا مسله روښانه کړه.

د پنټاګون په یو بیان کې راغلي چې اسټن "د ټولو یرغمل شویو غیر مشروط خوشې کولو ته خپله ژمنه بیا تکرار کړه او په رفح کې یې د هر ډول احتمالي اسرائیلي پوځي عملیاتو په پلان کې باید د فلسطیني ملکي وګړو خوندي ایستل او د بشري مرستو جاري ساتل شامل وي."

د اسرائیل د دفاع وزارت ویلي چې ګالنټ اسټن ته ټینګار کړی چې په رفح کې پوځي اقدام ته اړتیا ده او بل بدیل نشته.

د فلسطین لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارې د دوشنبې په ورځ په ټولنیزو شبکو کې وویل چې په رفح کې د اسرائیل عملیات به "ملکي ناورین او تلفات" رامنځته کړي او د یو میلیون څخه زیاتو خلکو لپاره به "ویجاړونکي" پایلې ولري.

د ملګرو ملتونو دغه ادارې وویل چې "تر هغه وخته پورې چې امکان ولري په رفح کې به خپل شتون وساتي او خلکو ته به د ژوند ژغورنې مرستې ته دوام ورکړي."

بل خوا، د مذاکره کوونکو ترمنځ د غزې په اړه هڅې دوام لري چې موخه یې په موقتي ډول د جګړې پای ته رسول او د حماس له خوا د یرغمل شویو کسانو خوشې کول دي.

د اوربند هڅې

د یکشنبې په ورځ د قطر او مصري منځګړو په خبرو کې کوم څرګند پرمختګ ونه شو. ټاکل شوې ده چې د حماس یو پلاوی د دغو خبرو لپاره نن قاهرې ته ورسيږي.

تر دې مخکې د حماس مشر اسماعیل هنیه ویلي وو چې دا ډله یو هراړخیز اوربند غواړي چې د اسرائیل "تیری" پای ته ورسوي، له غزې څخه د اسرائیل د ځواکونو د وتلو ضمانت وکړي، او حماس به د اسرائیل له زندانونو څخه د سلګونو بندي فلسطینیانو د خوشې کولو په بدل کې شاوخوا ۱۰۰ یرغمل شوي کسان ازاد کړي.

په یو بیان کې، هنیه د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو د "د تیري په دوام او د شخړې د حلقې پراخولو، او د سولې د خبرو په سبوتاژ کولو" تورن کړ.

په بیت المقدس کې، نتنیاهو د جګړې داسې پای ته رسول رد کړل چې له امله یې حماس په غزه کې واکمن پاتې شي او د اسرائیل لپاره دوامداره ګواښ رامنځته کړي.

مصري سرچینو ویلي، د امریکا د مرکزي استخباراتو د ادارې مشر ویلیم برنز، چې د اوربند په تېرو خبرو کې هم برخه لرله، د جمعې په ورځ قاهرې ته ورسېد. متحده ایالاتو چې د نورو لویدیځو قدرتونو او اسرائیل په څیر حماس یوه ترهګره ډله بولي، له حماس څخه وغوښتل چې یوې موافقې ته ورسیږي.

اسرائیلي رسنیو ویلي چې برنز به د دوشنبې په ورځ له نتنیاهو سره وویني.

په غزه کې جګړه د اکتوبر په اوومه په اسرائیل کې د حماس د اورپکو له یو بې ساري خونړي برید وروسته پیل شوه چې د اسرائیلي چارواکو په وینا، شاوخوا ۱۲۰۰ کسان پکې ووژل شول او ۲۵۰ نور یرغمل ونیول شول. د نومبر په وروستیو کې د یوې اونۍ موقتي اوربند په ترڅ کې شاوخوا ۱۰۰ تنه یرغمل خوشې شول.

د غزې د روغتیا وزارت په وینا، په غزه کې د اسرائیل په ځوابي عملیاتو کې تراوسه تر ۳۴۶۰۰ زیات فلسطینیان وژل شوي، چې ډیری یې ښځې او ماشومان دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG