په پېښور پوهنتون کې د کتابونو درې ورځنۍ مېله جوړه شوې وه چې پکې شاوخوا ۱۰۰ غرفې لګول شوې وې. په کتاب پلورنځیو کې د جیو پولیټیکل، چاپېریال، سوفیزم، ساینس، طب او ادبیاتو په اړه کتابونه نندارې ته وړاندې شوي وو.
د بلوچستان د خانوځي سیمې اوسېدونکی عبدالحق جان د سپرلۍ لپاره اس خوښوي. هغه زیاتوي چې لرې پرتو سیمو ته هم پر اس تګ راتګ کوي. سالمین خپلواک - امریکا غږ
موڅې(سنګرک) یوه دودیزه لوبه ده چې په کاڼو ترسره کېږي. د کوزې پښتونخوا په ډېری کلیو کې کلیوال ځوانان او مشران مازیګر مهال پدې لوبه کې بوخت ښکاري. د امریکا غږ خبریال سالمین خپلواک د ژوب له "وله اکرم" کلي څخه پر"موڅې" دغه ویډیو رالېږلې.
د پېښور "شعبه بازار" چې د ګاډو د پرزو یو مشهور بازار و، اوس وخت کاروبار پکې په ټپه دریدلی دی. پدې بازار کې سوداګر وايي، چې د تورخم سرحدي پولې د تړل کېدو له امله خلک اوس د پېښور په ځای د پنجاب ایالت راولپنډۍ ښار ته د ګاډو پرزو اخیستو لپاره ورځي.