د لاس رسي وړ اتصالات

رفح کې د اسرائیل د عملیاتو خبرداری؛ بایډن له نتنیاهو سره خبرې وکړې


د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن
د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن

د غزې په ګڼ میشتي رفح ښار کې د اسرائیل د ځمکنیو عملیاتو د پیلولو په اړه د زیاتېدونکو اندېښنو په لړ کې، د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن د دوشنبې په ورځ مۍ شپږمه (غوايي ۱‍۷) د اسرائیل له صدراعظم بنیامین نتنیاهو سره خبرې وکړې.

سپینې ماڼۍ د یوې اعلامیې په ترڅ کې ویلي چې بایډن په دغه تلیفوني خبرو کې یو ځل بیا نتنیاهو ته د رفح په اړه خپل دریځ روښانه کړ.

بایډن د اپریل په میاشت کې نتنیاهو ته وویل چې په رفح برید به یوه "غلطي" وي، او واشنګټن ویلي چې د یو باوري پلان پرته په رفح کې د پوځي عملیاتو ملاتړ نه کوي، چیرې چې شاوخوا ۱.۲ میلیون ملکي خلکو پناه اخیستې ده.

دواړو مشرانو وروسته له هغه بیړنۍ خبرې وکړې چې د اسرائیل پوځ په رفح کې د ممکنه ځمکنیو عملیاتو له پیلولو وړاندې ددغه ښار د ځینو برخو له اوسیدونکو څخه د وتلو غوښتنه وکړه.

دا غوښتنه په داسې حال کې شوې چې بایډن د اسرائیل او حماس ترمنځ د اوربند د خبرو اترو د بیرته پیلولو لپاره هلې ځلې کوي. همدا موضوع د دوشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې د اردن د پاچا عبدالله او بایډن د خبرو مهم ټکی ګڼل شوی دی.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا یو ویاند فرانس پرس ته وویل: "موږ د اسرائیل حکومت ته پر رفح د لوی ځمکني یرغل په اړه خپل نظر څرګند کړی... موږ په دې باور یو چې د یرغمل شویو کسانو د ژوند ژغورلو دپاره مذاکره او پر رفح له یرغل څخه ډډه کول ترټولو غوره لاره ده، چیرې چې له یو ملیون څخه ډیرو خلکو پناه اخیستې ده."

د اسرائیل پوځ د دوشنبې په ورځ د رفح د ختیځې برخې له اوسېدونکو د وتلو غوښتنه وکړه. واشنګټن باور لري چې اسرائیل دا اقدام د حماس وسله والو د یکشنبې ورځې د هغه راکټي برید په ځواب کې کړی چې څلور اسرائیلي پوځیان پکې ووژل شول.

د رفح له ختیځې برخې څخه د فلسطینیانو د وتلو غوښتنه په داسې حال کې شوې چې په غزه کې د یو موقتي اوربند پر سر د مصر په پایتخت قاهره کې د مذاکراتو په ترڅ کې د حماس او اسرائیل د ترمنځ شدید مخالفتونه رامنځته شوي او لامل یې د حماس د وسله والو غوښتنې بلل شوي دي.

د مصر ترڅنګ متحده ایالات او قطر هم ددغو مذاکراتو منځګړیتوب کوي او ټاکل شوې وه چې د دواړو هېوادونو استازي نن په دې اړه د قطر په پایتخت دوحه کې خبرو ته کښیني، خو دا خبرې د یکشنبې د ورځې د راکټي برید وروسته ځنډول شوي دي.

په رفح کې د عملیاتو د پلان پلي کول د بایډن هغه نفوذ ټکنی کوي چې د اسرائیل د مهم پوځي او ډپلوماتیک ملاتړي په توګه یې درلود.

له څو میاشتو دوامدار او پراخ ملاتړ وروسته، بایډن د اپریل په لومړیو کې نتنیاهو ته خبرداری ورکړ چې د غزې په اړه د متحده ایالاتو پالیسي د ملکي خلکو او مرستندویه کارکوونکو په ساتنه پورې اړه لري.

دا خبرداری چې د اسرائیل د بې پیلوټه الوتکو په برید کې د اوو مرستندویه کارکونکو له وژل کیدو وروسته ورکړل شو، د اسرائیل لپاره د واشنګټن پوځي ملاتړ ته د احتمالي شرایطو ایښودلو لومړۍ نښه وبلل شوه.

خو له هغه وخت راهیسې متحده ایالاتو اسرائیل ته د میلیاردونو ډالرو د مرستو د لړۍ په وړاندې خنډونه لیرې کړي او ویلي یې دي چې اسرائیل غزې ته د لا زیاتو مرستو رسولو ته لار پرانیستې ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG