د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: ناچاودې توکي هره ورځ له افغانانو دوه قرباني اخلي


عکس: ارشیف
عکس: ارشیف

د سولې ساتنې عملیاتو په برخه کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیال ژان پییر لکورای په افغانستان کې خلکو ته د ماینونو او ناچاودو توکو څخه پیښ ګواښ ته په کتنې ویلي چې په دغه هیواد کې هره ورځ دوه کسان د ماین او ناچاودو توکو په چاودنو کې یا خپل ژوند له لاسه ورکوي او یا هم ټپیان کیږي.

ژان پییر لکورای، افغانستان ته د یو سفر په پای کې د جمعې په ورځ مۍ ۱۷(ثور۲۸) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې د دغسې پیښو د هرو لسو تلفاتو اته یې ماشومان دي.

ژان پییر لکورای ویلي: " په افغانستان کې هره ورځ چاودیدونکي توکي دوه تنه وژني او یايې ټپیانوي او په هرو لسو تلفاتو کې اته یې ماشومان دي. زما د سفر پرمهال (افغانستان ته) خوښ وم چې د هغو کسانو سره د لیدو کتو فرصت پیدا شو چې ددغه ګواښ د کچې د کمیدو پر وړاندې په کاربوخت دي. د ملګرو ملتونو د ماین پاکۍ پروګرام او د دغه پروګرام انډیوالان د ژوند د ژغورنې بشرپاله عملیاتو د دوام لپاره ملاتړ ته اړتیا لري".

د سولې ساتنې عملیاتو په برخه کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیال افغانستان ته د خپل سفر پرمهال افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې او د یوناما د مشرې په ملتیا د ماینونو او ناچاودو توکو په چاودنو کې د ژوبل شویو کسانو لپاره د مصنوعي غړو د جوړیدو د یو مرکز، د ماینونو د ضررونو په اړه د خلکو د خبرتیا له یو مرکز او کابل کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ (UNHCR) له خوا ستنیدونکو افغان کډوالو ته د نغدو پیسو د ویش له یو مرکز څخه هم لیدنه کړې ده.

ملګري ملتونه وايي چې په تیر یو کال کې په افغانستان کې ماینونو او ناچاودو توکو په چاودنو کې له ۸۰۰ څخه زیات کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی چې اکثره یې ماشومان دي.

په افغانستان کې د څه باندې څلورو لسیزو جګړو پر مهال د ښکیلو غاړو له خوا د نورو وژونکو وسلو د کارولو ترڅنګ د ماینونو څخه هم کار اخیستل شوی دی، چې له امله یې د دغه هیواد ډیرې برخې په ماینونو او ناچاودو توکو ککړې شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې "اوچا" د یو راپور له مخې افغانستان په نړۍ کې په ماینونو او ناچاودو توکو یو ترټولو ډیر ککړ هیواد دی، چې د ۴۰۱ ولسوالیو څخه له درییو څخه دوه برخې یې په ماینونو او چاودېدونکو توکو ککړې دي.

د روان ۲۰۲۴ کال د اپریل د میاشتې په سر کې د ماشومانو د ژغورنې ادارې (Save the Children) په یو راپور کې ویلي چې په افغانستان کې هره میاشت شاوخوا ۶۰ کسان چې اکثره یې ماشومان دي، د ماینونو او ناچادو توکو په چاودونو کې مړه او یا ټپیان کیږي.

افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي دفتر "یوناما" د اپریل څلورم (وري ۱۶) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په یو راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د تیرو څو لسیزو جګړو کې د ځمکې لاندې ماینونو په چاودنو کې تر ۴۵ زرو پورې افغانان مړه اویا ټپیان شوي دي.

یوناما ویلي چې د ماین پاکونې د ټیمونو د هڅو په پایله کې تراوسه په افغانستان کې د ۳۰ زرو کیلومترو مربع څخه له زیاتې ځمکې ماینونه او ناچاودې توکي پاک شوي دي، خو لا هم ماینونه او ناچاودې توکي په دغه هیواد کې د خلکو په ځانګړي ډول د ماشومانو ژوند ګواښوي.

ملګرو ملتونو ویلي چې د نورو ولایتونو پرتله د ارزګان، کندز، هلمند، کندهار، کونړ، بادغیس، فاریاب، ننګرهار، غزني، فراه، میدان وردګ، او سمنګان ولایتونو کې خلک ډیر د ماینونو او ناچاودو توکو د ګواښ سره مخ دي.

په ۱۹۸۹ کال کې له افغانستان څخه د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو د وتلو د پیل سره هممهاله ملګرو ملتونو په افغانستان کې د ماین پاکۍ کار پیل کړ، خو اوس لا هم په دغه هیواد کې ډیرې سیمې په ماینونو او ناچاودو توکو ککړې دي.

په افغانستان کې اوس مهال د ماین پاکولو پنځه داخلي ادارې او دوه بهرنۍ ادارې فعالیت کوي. د عامو افغانانو ترڅنګ د ماین پاکونې د موسسو کارکوونکي هم د ماین د ګواښ سره مخ دي.

د تیرې جمعې په ورځ افغانستان ته د سولې ساتنې عملیاتو په برخه کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیال ژان پییر لکورای د سفر پر مهال د ارزګان په ولایت کې هیلو ټرسټ ماین پاکۍ موسسې دوه کارکوونکو د ماینونو د پاکولو پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د ماین پاکۍ د موسسو مسوولین وايي چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته د ماین پاکۍ پروګرام سره نړیوالې مرستې کمې شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG