د لاس رسي وړ اتصالات

د اسرائيل پولیسو بیت المقدس کې د الجزیرې په دفتر چاپه وهلې او وسایل یې ضبط کړي


د اسرائیل پولیسو دا اقدام وروسته تر هغه وکړه چې د دې هیواد کابینې د الجزیرې د خپرونو د بندولو پریکړه وکړله.
د اسرائیل پولیسو دا اقدام وروسته تر هغه وکړه چې د دې هیواد کابینې د الجزیرې د خپرونو د بندولو پریکړه وکړله.

د اسرائیل پولیسو یکشنبه مې پنځمه ( غوایي ۱۶مه) په بیت المقدس کې د هوټل په یوې خونې چاپه ووهله چې د الجزیرې خبرې شبکې ترې د دفتر په توګه کار اخیست.

د اسرائیل یو چارواکي او پخپله د الجزیرې شبکې د پولیسو دا چاپه تائید کړې.

د اسرائیل پولیسو دا اقدام وروسته تر هغه وکړه چې د دې هیواد کابینې د الجزیرې د خپرونو د بندولو پریکړه وکړله.

یوه ویډیو چې د ایکس په شبکې کې خپره شوې پکې ښودل کیږې چې په ساده جامو کې یو شمیر کسان د ختیځ بیت المقدس په هوټل کې کامرې ښکته کوي چې د الجزیرې سرچینې له مخې د خپرونو لپاره ترې کار اخیستل کیده.

تر دې وړاندې د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو په یوې اعلامیې کې ویلي و چې په سمدستي توګه د الجزیرې د خپرونو بندولو پریکړه یې کړې.

د نتنیاهو دفتر لخوا په خپرې شوې اعلامیې کې راغلي: " زما د هدایت سره سم او د امنیتي کابینې د بحث کولو څخه وروسته، حکومت په اسرائیل کې د الجزیرې خپرونو بندولو باندې بحث وکړ."

د الجزیرې شبکې یوه اعلامیه خپره کړې چې ویلي یې دي: "د اسرائیل له خوا د خپلو جنایاتو د پټ ساتلو لپاره د خبریالانو په وژلو او نیولو سره زموږ د وظیفې د ترسره کولو مخه نه ده نیولې. "

په اسرائیل او فلسطیني سیمو کې د الجزیرې مسول ولید العمري ویلي چې دوی ته په اسرائیل کې د دې شبکې د بندیدو خبر ورکړل شوی او د دوی ټول نشراتي وسایل ضبط شوي دي.

د نتنیاهو کابیني د رایو په غوڅ اکثریت د الجزیرې خپرونې په اسرائیل کې تر هغه وخت بندولو پریکړه کړې چې تر څو چې په غزې کې د حماس پر ضد جګړه روانه وي.

د اسرائیل حکومت ویلي چې د الجزیرې تلویزیون د اسرائیل ملي امنیت ته ګواښ دی خو پدې هکله یې نور جزیات ندي ورکړي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ادارې په بیت المقدس کې د الجزیرې دفتر تړلو باندې انتقاد کړی.

دې نړیوالې ادارې د ایکس په شبکې کې لیکلي چې "ازاد او خپلواک مطبوعات د شفافیت او حساب ورکونې" لپاره مهم دي. په اعلامیې کې د اسرائیل د حکومت څخه غوښتل شوي چې خپله پریکړه بدله کړي.

د خبریالانو ژغورنې کمیټې هم د اسرائیل د حکومت دا پریکړه غندلې ده او ویلي یې دي چې دا ډول کړنې ښایي د هغو نړیوالو مطبوعاتو باندې د محدودیت لګولو پیل وي چې په اسرائیل کې فعالیت کوي.

د دې ادارې مشر ویلي چې د اسرائیل کابینه باید الجزیرې او ټولو نړیوالو مطبوعاتو ته په اسرائیل کې په ازاده توګه د فعالیت اجازه ورکړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG