د لاس رسي وړ اتصالات

چین په سپوږمۍ کې د مرکز جوړولو په موخه فضايي بیړۍ واستوله


د چین د چانګي-۶ د فضايي‌بیړۍ وړونکی راکټ د سپوږمۍ په لور وتوغول شو.
د چین د چانګي-۶ د فضايي‌بیړۍ وړونکی راکټ د سپوږمۍ په لور وتوغول شو.

چین د جمعې په ورځ مۍ درېیمه (غوايي ۱۴) یوه فضايي بیړۍ سپوږمۍ ته په دې نیت واستوله چې تر ۲۰۳۰ کال پورې په سپوږمۍ کې خپل مرکز جوړ او ستورمزلي پکې ځای په ځای کړي.

چارواکو وویل چې د چانګي-۶ د بیړۍ وړونکی راکټ نن مازدیګر په ځايي وخت پنځه نیمو بجو په جنوبي هاینان ولایت کې د وینچانګ له فضايي مرکز څخه وتوغول شو.

واشنګټن خبرداری ورکړی چې چین د دې ماموریت پوځي هدفونه پټ ساتي او هڅه کوي چې په فضا کې خپل تسلط حاکم کړي.

د چانګي-۶ فضايي بیړۍ په نړۍ کې لومړنۍ ده چې د سپوږمۍ له لیرې خوا څخه چې له ځمکې سره نه مخامخ کیږي، دوه کیلو ګرامه مواد به د نمونې په ډول د څېړنو دپاره ځمکې ته راوړي.

د چین د سپوږمۍ د اکتشافاتو او فضايي انجینرۍ د مرکز مرستیال جي پینګ خبریالانو ته وویل: "چانګي-۶ به د لومړي ځل لپاره د سپوږمۍ له لیرې غاړې څخه نمونې راټولې کړي."

ساینسپوهان وايي چې د سپوږمۍ په جنوبي نیمې کرې تیاره خوا کې، دا تحقیقات به د سپوږمۍ په اړه نوي معلومات برسېره کړي.

دا بیړۍ به د سپوږمۍ په جنوبي نیمه کره کې ځینې نورې څیړنې هم ترسره کړي او ټاکل شوې ده چې دا پیچلی فضايي ماموریت ۵۳ ورځې وخت ونیسي.

متحده ایالات هم پلان لري چې تر ۲۰۲۶ پورې د سپوږمۍ سطحې ته بیا ستورمزلي واستوي.

چین د ولسمشر شي جینپیګ په واکمنۍ کې په تیره یوه لسیزه کې د فضايي څېړنو دپاره پراخ امکانات ځانګړې کړي دي چې موخه یې په دې برخه کې له متحده ایالاتو او روسیې سره سیالي ښودل شوې ده.

چین په دې برخه کې یو لړ لاسته راوړنې لرلي دي چې پکې د یو فضايي سټیشن جوړول شامل دي. بیجینګ د تیانګانګ یا "هوايي ماڼۍ" په نوم دغه فضايي سټیشن ته تیره میاشت ستورمزلي ولیږل.

چین همدارنګه مریخ ته روباټیک ستورمزلي استولي او په نړۍ کې دریم هیودا دی چې توانیدلی په خپلواک ډول فضا ته ستورمزلي ولیږي.

سپوږمې کې د چین د فضايي ماموریتونو موخې

د چین د فضایي پروګرام د ګړندي پرمختګ له کبله په واشنګټن کې د خطر زنګ وهل شوی. د امریکا د فضايي څېړنو ادارې (ناسا) رئیس بل نیلسن تیره میاشت خبرداری ورکړ چې متحده ایالات اوس پدې برخه کې له بیجینګ سره "سیالي" کوي.

نیلسن د کانګرس غړو ته وویل: "موږ باور لرو چې د دوی ډیری تش په نامه ملکي فضايي پروګرامونه پوځي موخې لري."

ټاکل شوې ده چې له چانګي-۶ وروسته، چین په روانه لسیزه کې دوه نور فضايي ماموریتونه هم سپوږمۍ ته واستوي.

د چانګي-۷ فضايي بیړې به د سپوږمۍ په جنوبي نیمه کره کې د اوبو لټون کوي او د چانګي-۸ بیړۍ به د سپوږمۍ پر مخ د یو مرکز د جوړولو دپاره تخنیکي اسانتیاوې برابرې کړي.

چین وايي چې په سپوږمۍ کې "د نړیوالو تحقیقاتو مرکز" د جوړولو ابتدايي چارې به تر ۲۰۳۰ پورې بشپړې شي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG